1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په آلمان کې دوه اوکرايني سرتیري په چړو وهل سوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

ددغو دوو سرتیرو تر وژل کیدو وروسته پر یوه روسي تبعه شک کیږي. اوکراین دا خبره تأیید کړې چې قربانیان د امنیتي ځواکونو غړي وو. دا لا روښانه نه ده چې د روسیې جګړې به په دې پیښه کې کوم نقش لرلي وي او که څنګه.

https://p.dw.com/p/4fIXH
Murnau Zwei Ukrainer getötet | Russe tatverdächtig
انځور: Constanze Wilz/dpa/picture alliance

ویل کیږي دا اوکرايني نارینه چې د اوبر بایرن په مورناو سيمه کې په چړو وهل سوي، د کیف له پوځ څخه وو. لکه څنگه چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، دغه دواړه سرتیري په جگړه کې تر ټپي کیدو وروسته د طبي درملنې له پاره په آلمان کې اوسیدل. په اوکرایني رسنیو کې رپوټ ورکول سوی چې خارجه وزیر دیمیترو کولیبا، خپلو ډیپلوماټانو ته امر کړی چې نوموړې پیښه په تیره بیا د جرمني له امنیتي ارگانونو سره په دوامداره ارتباط کې تر نظارت لاندي تعقیب کړي، تر څو تورن کسان د سختو قوانینو له مخي مجازات سي. 

کولیبا د نوموړي ۵۷ کلن تورن کس د سمدستي نیول کیدو له امله له آلماني چارواکو څخه مننه وکړه. د هغه په خبره نوموړي روسي به دغه دواړه اوکراییني سرتیري وژلي وي چې د پنجشنبه په ورځ په یوه سوداګريز مرکز کې په ټپي حالت کې موندل سوی وو.

تر اوسه لا د اوکراین له جګړې سره کوم تړاو نه لیدل کیږي

د پولیسو د دوشنبې ورځې د معلوماتو په حواله تر اوسه پوري داسي شواهد په لاس کې نسته چې دغه پیښه دي د اوکراینپر وړاندي د روسیې له هغه بریدگرې جگړې سره کوم تړاو ولري، چی ولادیمر پوتین د ۲۰۲۲ م کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پیل کړې ده. په جرمني کې په سونو زره اوکراینیان او روسان اوسیږي. د کیف د رسنیو په رپوټونو کې راغلي دي چې په اوس وخت کې په دې هکله څیړنه کیږي چې دغو نارینه وو په کومو اوکراییني واحدونو کی خدمت کاوه. همدارنگه د قربانیانو له خپلوانو سره هم اړیکي نیولي سوي دي.

د ۲۳ او ۳۶ کلونو په عمر دغه نارینه د ګارمیش ـ پارتینکیرشه په سیمه کې اوسیدل. د پلټنو له مخی نوموړو کسانو د خپلو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. مشر قرباني کس د پیښې په ځای کې لا ساه ورکړې وه او دوهم کس وروسته په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پلټنو قاضي د یکشنبه په ورځ د قتل په تور د تورن کس د بنديګرت امر وکړ. لکه څنگه چې د پولیسو یوه ویاند ویلی د اوسنیو پلټنو له مخې داسي ښکاري چی دغو دریو نارینه وو مخکې لا یو بل پیژانده.

Deutschland Würzburg | Pressekonferenz Messerattacke | Joachim Herrmann
دبایرن داخله وزیر یوآخیم هیرمنانځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture-alliance

دبایرن داخله وزیر یوآخیم هیرمن، د بایرن رسنۍ ته ویلي:«دعیني شاهدانو داسي بیانونه موجود دي چې په پیښه کې شامل درې کسان مخکې له دې هم یوځای لیدل سوي وو. داسې نښې نښانې موجودي دي چې د ټولو ښکیلو کسانو دپاره د ډیرو الکهولو څښل یو نقش لوبولی دی. دا هرڅه باید روښانه سي. په اوس وخت کې موږ هیڅ ډول داسي جدي نښې نه لرو چې دغه پیښه به د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې انعکاس وي.»

gp/bs (dpa, afp)